UA-70510834-1
‌  یاغستان ادبی ټولنه

دا ياغستان ويب ویبپاڼې درونو، لوستنکو،ليکوالانو اوګډونوالو، سلامونه او نيکې هيلې! 
نن جنګ،له لراوبرپښتون اولس نه ډيرڅه واخيستل،خو يو څه مو په لاس هم راغلل،اوهغه دا چې زموږ تنکيو زلميانو،نه صرف په پاکستان کي بلکه پرمخ تلونکوهيوادونوکي،عصري علومو په ګاڼه ځانونه سمبال کړل،په حيثيت د پښتون اولس نن د همدغو تنکيو زلميو په هڅه او هاند موږ د انټرنيټ په نړي کې خورے زياتې ويب پاڼې لرو چې هره ورځ په سلګونواو زرګونو لوستونکي او ليدونکي لري،او د هرې ورځې په تيريدو د پښتو ادب،فرهنګ،کلتور، سياسي پوهي، او د ټولنيزو مسائيلو په وده کې په زړه پورې پرمختګونه رامنځ ته کيږي، موږ په خپلو دغوځوانانو وياړ يو او پرے فخرکوو،موږ د خپل نوئي نسل، مشر ليکوالانو، درانه شاعرانو اور خوږو ګډونوالانو سخه هيله لرو چه د ياغستان په ادبي چوکاټ کي موږ سره دا يوه نوي صباوون په اميد تماس ونيسي.
ياغستان يوه داسے منفرده ګڼړ ژبي ويب پانړه دا چه نه صرف اردو او انګليسي ليکنے خپروي بلکه د پاکستان قبائلي سيمو او د نړي په لراوبرکي خواره پښتنو لیکوالوژوند لیکونه،شعرونه، سياسي تجزئے او ادبي مواد خپروي، او په هيچا پورے تړاو نه لري.
موږ د ځمکې د خاورينې کرې په سينه کې خواره واره هغه پښتون اولس ته هر کلي وايو کوم چې په فزيکي لحاظ په خپل کلتوري او ادبي غونډو کې شتون نه لري،دا ياغستان پر وساطت په غير مستقيمه توګه برخه آخستي شي،اميد لرو چه د ستاسو په وساطت بايد ياغستان يو داسے ادبي بانډار وګرزي چي ګډونوالان پکښي خپل شعرونه دمشاعرې په شکل وړاندي کوي،راځي چه دا ياغستان په توسط دپښتو ادب په وده او پرمختګ کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړو، خپل کلتور او مثبت سياسي شعور دا ادب په ژبه خپل نوي نسل له منتقل کړو او په لراوبر کي دا امن بيرغ په رپا کړو.
(د سپيسلي صباوون په هيله ياغستان ډاټ کام)